سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل – جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند سیمه کې ترافیکي پېښه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، دغه پېښه پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه ماښام مهال په عزیزخان کڅ کې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرولا او سراچه موټرونو په دې ټکر کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وینا ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د لغمان د والي ویاند د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل