سیمه ییز چارواکي ننګرهار ولایت کې د داعش د مالي مسوول په ګډون د څلورو داعشیانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بېزاکمالاتي سیمه کې شپني عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې مالي مسوول او درې نور شکمن کسان نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي د داعش نیول شوی کس نابینا دی، چې په تېر کې یې هم د افغان دولت پر خلاف تبلیغات او داعش ته د جلب و جذب لپاره تقریرونه کول.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د ننګرهار چارواکو په دغه ولایت کې د داعش ډلې د جلب و جذب د مسوول د نیولو کېدو خبر ورکړی وو.
بل خوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، ملي امنیت ځواکونو جلال اباد ښار او تورخم ښارګوټي کې د وسله والو طالبانو دوه غړي نيولي دي.
سرچینې ویلي، په نيول شويو کسانو کې يو تن چې اصلي د ننګرهار حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي او يو تن بل د کونړ ولايت اوسېدونکی دی، پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دى.
داعش او طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ويلي.
جمهورخبري آژانس:کابل