۰

د پروان د څارنوالۍ د رییس په موټر چاودنه شوې ده

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۳
راپورونه وایي، د پروان ولایت د څارنوالۍ د رییس په موټر ماین چاودنه شوې او یو تن په کې ټپي شوی دی.
د پروان د څارنوالۍ د رییس په موټر چاودنه شوې ده
راپورونه وایي، د پروان ولایت د څارنوالۍ د رییس په موټر ماین چاودنه شوې او یو تن په کې ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، د پروان د څارنوالۍ د رییس په لېږدوونکي موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې او یو تن په کې ټپي ښوی دی.

تر اوسه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم دا معلومات شته، چې په چاودنه کې ټپي کس څارنوال دی، چې که بل څوک.

د چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پر خبریالانو، مدني فعالانو، څارنوالانو او نور ملکي مامورین د چسپکي ماین چاودنې زیاتې شوې دي او نېږدې هره ورځ د یوې چاودنې راپور ورکول کېږي.
 
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم مني چې د نن ورځې لویه ستونزه چسپکي ماینونه او هدفي وژنې دي، خو وایي، د مخینوي لپاره یې جګړي کار روان دی.

جمهورخبري آژانس:پروان


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي