پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په یوه رنجر موټر چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د مرغومي ۸ مه سهار څه کم اته بجې د کلوله پوشتې سیمه کې قاري بلاکونو ته څېرمه شوې ده.
چاودنه د ملي اردو په یوه رنجر موټر شوې، چې خو دا چې مرګ ژوبله لري که نه په اړه یې معلومات نشته.
تر اوسه پورې د چاودنې نوعیت هم نه دی معلوم، خو له انځور نه ښاري، چې د چسپکي ماین چاودنه ده.
د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې د چسپکي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
کابو هره ورځ د کابل ښار د یوې څنډې څخه د چاودنې او یا هم ترور خبرونه ورکول کېږي.
ولسمشر غني هم هدفي وژنې اندېښمنوونکې بللې او امنیتي ارګانونو ته یې د هغوی د مخینوي جدي سپارښتنې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل