ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله لیدنه نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه ارګ کې شوې ده.
خبرپاڼه وايي، په دغه ناسته کې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم ګډون درلود او ښاغلي عبدالله د ملي روغې جوړې عالي شورا د دوهمې ناستې په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل.
سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې له طالبانو سره د مذاکراتو د بل پړاو د وخت او ځای په اړه هم بحثونه تبادله او نظریاست سره شریک کړل.
ښاغلي غني ویلي، چې افغان حکومت سولې د ملاتړ له ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو ورستي پړاونه په ښه توګه مخ ته یوسي.
بل خوا سپېدار ماڼۍ ویلي، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله نن له غرمې وروسته کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي.
دغه کتنه چې په سپېدار ماڼۍ کې شوې، دواړو لورو د سولې د هڅو، د ملي روغې جوړې عالي شورا د وروستیو ناستو، د مذاکراتو د دوهم پړاو د پیل او دغه راز د تاوتریخوالي په پرېکولو خبرې اترې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل