۰

هالنډ افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنایتونو په اړه پلټنې کوي

پنجشنبه ۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۰
د هالنډ دفاع وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو د جنګي جنایتونو په اړه جدي پلټنې وکړي.
هالنډ افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنایتونو په اړه پلټنې کوي
د هالنډ دفاع وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو د جنګي جنایتونو په اړه جدي پلټنې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هالنډ دفاع وزرات د خپل هېواد له څارنوالانو غوښتي، چې د یو متقاعد هالندي پوځي د ادعاو په اړه پلټنې وکړي چې وایي هالنډي پوځیانو په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي دي.

د هالنډ د دفاع وزارت ددې هیواد له څارنوالانو غوښتي چې د یو متقاعد هالندي پوځي د ادعاو په اړه پلټنې وکړي چې وایي هالنډي پوځیانو په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي دي.

دغه وزارت پرون چهارشنبې د مرغومي ۳ مه ویلي، د هغو تورونو په اړه یې پلټنې پیل کړي چې ګواکې یو هالنډي سرتیري په ۲۰۰۷ کال کې د ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې پر کورونو باندې په درندو وسلو ډزې کړي چې ښایي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوې وي.

د هالنډ دفاع وزارت دا اقدام پر داسې مهال کي، چې یوه متقاعد هالندي پوځي په یوه مرکه کې ویلي، د ته امر شوی، چې د ارزوګان په چورې ولسوالۍ کې پر کورونو د درندو وسلو ډزې وکړي.

نوموړي ویلي، امرینو یې په دغه ځای کې د طالبانو د شتون په اړه شک درلود او راپور یې د تلېفوني مکالمو د اورېدو پر اسا ورکړل شوی و، په داسې حال کې، چې له دې کلي پر هالنډي سرتېرو هېڅ ډز هم نه و شوی.

له مرکې وروسته د هالنډ دفاع وزارت د هالنډي سرتېرو په واسطه د ملکي کسانو وژنه ډیره جدي ګڼي او څارنوالانو ته یې امر کړی چې دغه مسله وپلټي.

د هالنډ د دفاع وزارت په یو بیان کې اعلان کړی دی چې د پیښو په هکله د هالندي سرتیرو د رپوټ ورکولو طریقه هم باید وارزول شي.

دا پداسې حال کې دي چې د استرالیایي پوځیانو په واسطه د "افغان ملکي وګړو او بنديانو د وژنې" په هکله د استرالیا د دفاع وزارت د رپوټ د خپریدو وروسته د هغه هیواد د ځانګړو ځواکونو لس تنه منسوبین د پوځي خدمت نه وایستل شول.

د استرالیا د دفاع وزارت تحقیقاتي رپوټ چې څلور کاله پرې کار شوی او تیره میاشت خپور شو په کې ویل شوي چې استرالیایي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر وخت ۳۹ بندیان او ملکي افغانان وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي