۰

دفاع وزارت: کندهار او هلمند کې ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي

چهارشنبه ۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۷
ملي دفاع وزارت کندهار او هلمند کې د طالبانو پر غونډو د بریدونو په کې له پنځوس د زیاتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
دفاع وزارت: کندهار او هلمند کې ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت کندهار او هلمند کې د طالبانو پر غونډو د بریدونو په کې له پنځوس د زیاتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د مرغومي ۳ مه په جلا خبرپاڼو کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په وزیران او د میوند ولسوالۍ به خاک چوپان سیمو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، طالبان په یادو سیمو کې راغونډ شوي و او پر افغان ځواکونو یې د بریدونو تابیا کوله، چې افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان ځواکونو په برید کې ۲۴ طالبان وژل شوي او یو زیات شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

بل خوا وزارت وايي، د هلمند په نادعلي، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو سره په نښته کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت د خپلو لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي