ملي دفاع وزارت کندهار او هلمند کې د طالبانو پر غونډو د بریدونو په کې له پنځوس د زیاتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د مرغومي ۳ مه په جلا خبرپاڼو کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په وزیران او د میوند ولسوالۍ به خاک چوپان سیمو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، طالبان په یادو سیمو کې راغونډ شوي و او پر افغان ځواکونو یې د بریدونو تابیا کوله، چې افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان ځواکونو په برید کې ۲۴ طالبان وژل شوي او یو زیات شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.
بل خوا وزارت وايي، د هلمند په نادعلي، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو سره په نښته کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت د خپلو لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل