د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید په یوه وسله وال برید کې ژوند له لاسه ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر ښاغلي رشید نن چهارشنبې د مرغومي درېیمه سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې خپل کور ته نېږدې وسله وال برید شوی دی.
د رشید خپلوان وايي، نوموړی له خپل موټر چلوونکي سره د دندې په لور روان و، چې نامعلومه وسله والو کسانو د هغه کور ته نېږدې پرې برید وکړ.
د رشید ورور وايي، د فیفا مشر یوسف رشید په لومړي سر کې ټپي و او روغتون ته د پر لاره یې ساه ورکړې ده.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل