د ننګرهار د ګمرک پنځه کارونکي د رشوت اخیستو په تړاو نیول شوي

1 جدی 1399 ساعت 10:32

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د ننګرهار ولایت د ګمرک پنځه تنه کارکوونکي د بډې او رشوت اخیستو په تړاو نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د ننګرهار ولایت د ګمرک پنځه تنه کارکوونکي د بډې او رشوت اخیستو په تړاو نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې د مرغومي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د ګمرک هغه پنځه تنه کارکوونکي، چې له باروړونکو موټرو یې بډې اخیستې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، له نیول شویو کسانو یوه اندازه پيسې چې له موټر چلوونکو یې اخیستې وې هم تر لاسه شوې دي.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژاس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134600

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134600/

جمهور
  https://www.jomhornews.com