۰

هلمند کې موټر بم ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی

یکشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۶
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو هلمند ولایت کې یو موټر بم ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړی دی.
هلمند کې موټر بم ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو هلمند ولایت کې یو موټر بم ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځانمرګي غوښتل د ملي اردو په یوه مرکز برید تر سره کړي خو هدف ته له رسېدو وړاندې و وژل شو.

دفاع وزارت زیاتوي، ځانمرګي برید کوونکي له چاوېدونکو توکو ډک موټر ته غوښتل د ناوې ولسوالۍ په مومن خان سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته چاودنه ورکړې، خو مخینوی یې وشو.

خبرپاڼه وايي، د موټر بم په چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري سربېرن ټپیان شوي او نور چا ته زیان نه دی اوښتي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېرو دریو میاشتو کې ۳۵  ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ ماین چاودنې کړې، چې له امله یې ۴۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي