۰

خاک جبار ولسوالۍ کې لسګونه توغندي نیول شوي

یکشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ د کابل ولایت خاک جبار ولسوالۍ کې لسګونه توغندي کشف او تر لاسه کړي دي.
خاک جبار ولسوالۍ کې لسګونه توغندي نیول شوي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ د کابل ولایت خاک جبار ولسوالۍ کې لسګونه توغندي کشف او تر لاسه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مهمات د خاک جبار ولسوالۍ په چنار سیمه کې کشف او تر لاسه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، ترهګرو په یاده سیمه کې د ډي سي توپ ۴۵ پیره مرمۍ ځای پر ځای کړې وې، چې د ۱۱۱ فرقې د ځواکونو له خوا کشف او ونیول شوې.

دفاع وزارت وايي، ترهګرو غوښتل له دغه وسلې پر کابل ښار د بریدونو لپاره کار واخلي، خو افغان پوځیانو یې دغه پلان ورشنډ کړ.

ملي دفاع وزارت د دغه توغندیو د نیول کېدو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې په تېرو دوه میاشتو کې دوه ځلې پر کابل ښار راکټونه توغول شوي، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري اژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي