۰

خلیلزاد: جګړه ناروا ده طالبانو او حکومت د ژر تر ژره اوربند وکړي

یکشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
خلیلزاد: جګړه ناروا ده طالبانو او حکومت د ژر تر ژره اوربند وکړي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، چې امریکا يې محکوموي.

دی وايي، امریکا هغه کسان هم محکومي، چې د تاوتریخوالي او جګړو د غځېدو امر کوي، خو دا چې څوک د جګړو د غځېدو امر کوي، جزیات یې نه دي ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، د سولې هوکړې تر لاسلیک او د کابل اعلامیې تر خپرولو وروسته او دا چې نړیواله ټولنه له افغان سولې ملاتړ کوي، دې هر څه ته په کتو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع ده او ښکېلې خواوې دې د خپل ولس غوښتنو ته پام وکړي.

خلیلزاد ټینګار کړي، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات باید چټک شي او اوربند دې تامین شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تکرار کړې، چې دواړه لوري دې د دایمي سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي