په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د لومړي ځل لپاره ویلي، چې طالبان په قصدي توګه عامه تاسیسات په نښه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر په تازه څرګندونو کې پر طالبانو د دې کار له امله سخته نیوکه کړې ویلي یې دي، طالبان باید له دغه کار څخه لاس واخلي.
د هغه په وینا عامه تاسیسات هغه څه دي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د عامو افغانانو د هوساینې او پرمختګ لپاره جوړ شوي او هغه د جګړې برخه نه دي.
جنرال مېلر زیاته کړې«طالبان قصدآ عامه تاسیسات په نښه کوي دوی باید له ورانولو لاس واخلي.»
په ورته وخت کې جنرال مېلر د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په زیاتېدو هم خواشني ښودلې وايي، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.
هغه طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی کم نه کړي، نو ښايي د سولې خبرې زیانمنې شي.
نوموړي ویلي، دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، پر خپلو ژمنو ولاړ دي او طالبانو ته په کار ده، چې تاوتریخوالی کم کړي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان ټینګار کړي، چې د اړتیا په صورت کې دوی د افغان ځواکونو مرستې ته وردانګي.
دا په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې وروسته لومړی لوړ پوړی امریکايي چارواکی دی، چې پر طالبانو دغه ډول نیوکې کوي.
طالبانو تر اوسه د جنرال مېلر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلي.
جمهورخبري آژانس:کابل