۰

غزني کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي

شنبی ۲۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۲
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
غزني کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن شنبې د لیندۍ ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د غزني د قرباغ ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې له افغان پوځیانو سره په دې نښته کې ۱۲ طالبان وژل شوي او د څلورو موټر سایکلونو په ګډون یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې هم د طالبانو د بریدونو او په کې د ۱۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي