۰

د بګرام پر هوايي ډګر راکټي بریدونه شوي دي

شنبی ۲۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د بګرام پر هوايي ډګر توغندي ویشتل شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.
د بګرام پر هوايي ډګر راکټي بریدونه شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د بګرام پر هوايي ډګر توغندي ویشتل شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، په بګرام هوايي ډګر دغه توغندي نن شنبې د لیندۍ ۲۹ مه ویشتل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې توغندي له یوه سوزکي موټر څخه پر یاد هوايي ډګر توغول شوي، خو دا چې د هوايی ډګر په کوم سیمو کې لګېدلي په اړه یې څه ونه ویل.

مېرمن شهکار وايي، په دغه سوزکي موټر کې ۱۲ توغندي ځای پر ځای شوي و، چې ۵ یې په هوایي ډګر توغول شوي او ۷ نور شنډ کړی شوي دي.

د دغه راکټي بریدونو د زیان په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، بهرنیو ځواکونو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه میاشت پر کابل ښار هم راکټي بریدونو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.

تر هغه مخکې بیا پر کابل ښار ۲۳ راکټي بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي