د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، دوی داسې استخباراتي معلومات تر لاسه کړي، چې هند پر پاکستان د برید په فکر کې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې متحده عربي اماراتو ته له خپل دوه ورځني سفر وروسته یوې غونډې ته کړې دي.
نوموړي زیاته چې پاکستان د هند د بریدونو په اړه استخباراتي معلومات تر لاسه کړي او دا موضوع یې له نړیوالو سره هم شریکه کړې ده.
دی وايي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ونښلي نو د افغان سولې پر بهیر به هم منفي اغېز وکړي او دا مسوولیت به د هند پر غاړه وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر نړواله ټولنه غږ کړي، چې د هند د پارونکو بریدونو او بې ثباتۍ د رامنځ ته کولو مخه ونیسي.
هند د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلي، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا لانجمه سیمه کشمیر کې د دواړو لورو تر منځ یو پر بل بریدونه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل