افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره کتنه کې دا غوښتنه مطرح کړې ده.
د ارګ خبرپاڼه وایي، دغه کتنه کې دواړو لورو د سولې پروسې، د تاوتریخوالي پای ته رسولو پر اړتیا، اوربند او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو د مرستو پر غوره انسجام خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، ښاغلي غني د دایمې اوربند او سولې د تامین لپاره د افغان ولس غوښتنې ته په اشارې ویلي، د تاوتریخوالي زیاتوالی په هېڅ راز د منلو نه دي.
ښاغلي غني زیاته کړې، د افغانستان دولت په سولې پروسه کې ملي پیاوړې اجماع رامنځته کړې او نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي ختمولو په خاطر د افغانانو د برحقه غوښتنې هراړخیز ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې مېرمن لایسن دوحې ته د خپل وروستي سفر جزئیات له ښاغلي غني سره شریک کړي او د جینوا کنفرانس د بریالي تر سره کېدو مبارکي یې ویلې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم ټینګار کړی، چې باید په افغانستان کې جنګ او تاوتریخوالی پایته ورسېږي او د سولې پروسه مثبتې پایلې ولري.
د ناستې په پای کې ښاغلي غني د کرونا دویمې څپې ننګونو ته په اشارې ویلي، په کابل کې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دفترونه دې د کرونا ویروس مبارزې استعجالیت او بېړنیو حالاتو ته په پام خپلې ژمنې د افغانستان روغتیایې سیستم د پیاوړتیا او کرونا ویروس دویمې څپې سره د اغېزمنې مبارزې په موخه ترسره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل