۰

د غور د ولایتي شورا مرستیال هم په بمي چاودنه کې و وژل شو

سی شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غور ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان هم د مقناطسي ماین په چاودنه کې و وژل شو.
د غور د ولایتي شورا مرستیال هم په بمي چاودنه کې و وژل شو
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غور ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان هم د مقناطسي ماین په چاودنه کې و وژل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه غرمه مهال د غور ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عارف عابر وايي، مقناطسي ماین د ولایتي شورا د مرستیال پر موټر چاودنه کړې، چې پکې نوموړی وژل شوی او د ولایتي شورا یو بل غړی عبدالرحیم رضا زاده او موټر چلوونکی یې ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار پلازمېنه کابل کې هم د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي له خپل سکرتر سره یو ځای په ورته چاودنه کې و وژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان شول.

که هم د دغه بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی خو ولسمشر غني د کابل مرستیال والي وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي دا کار د وسله والو طالبانو دی.

ښاغلي غني ویلي، طالبانو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او اوس یې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني پر خبرو غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:غور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي