۰
ولسمشرغني:

د افغانستان په هره سیمه کې له طالبانو سره خبرو ته چمتو یو

سی شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت چمتو دی، چې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو په هېواد کې د ننه تر سره شي.
د افغانستان په هره سیمه کې له طالبانو سره خبرو ته چمتو یو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت چمتو دی، چې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو په هېواد کې د ننه تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۴ مه د کابینې په غونډه کې د ملي امنیت شورا سلاکار وړاندیز هم تایید کړی او ویلي یې دي، حکومت د افغانستان په هره سیمه کې له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب دوه ورځې وړاندې طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې د بین الافغاني خبرو پاتې پړاوه په هېواد کې د ننه ورسره وکړي.

ښاغلي غني هم د ښاغلي محب دغه وړاندیز تایید کړی ویلي یې دي«موږ دې ته ترجيح ورکوو چې د سولې مذاکرات په  هېواد کې د ننه وشي او په دې برخه کې د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب د څرګندونو او وړانديز ملاتړ کوم.»

ولسمشر زیاته کړې، دا چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د ننه دي نو ولې په خپله خاوره کې مذاکرات نه کوي؟

نوموړي په ټینګار سره ویلي، حکومت تیار دی چې د افغانستان په هره سیمه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

ښاغلی غني وايي، اوس د دې وخت نه دی چې په عصري هوټلونو کې د سولې لپاره شرایط وټاکو، افغانان تیار دي چې په خېمه او یخه هوا کې هم د سولې خبرې وکړي.

ولسمشر وویل: «اړينه ده څو خلک له نږدې وګوري چې مذاکرات څه ډول ترسره کېږي او پر کومو موضوعاتو خبرې کېږي او ولې؟»

تر دې دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم ويلي و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد په داخل کې تر سره شي.

طالبانو ویلي، دوی په دې باندې غور کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په دوحه کې د افغان او طالب مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې درېدلې او ټاکل شوې، چې د نوي میلادي کال د لومړۍ میاشتې په پنځمه بېرته پیل شي.

که څه هم د خبرو د درېدو لامل نه دی په ګوته خو د افغان مرکچي پلاوي غړي وايي، دوی د سلا مشور اخیستو په موخه خبرې درولې، چې ډېر ژر به بېرته پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي