۰

ننګرهار کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې نیول شوی

سی شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.
ننګرهار کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې نیول شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل زیاتوي، دغه ځانمرګی د اچین ولسوالۍ په بانډر دره کې د چاودېدونکي واسکټ سره یو ځای نیول شوی دی.

د امرخېل په وینا نیول شوی ځانمرګی سعادت نومېږي او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

د یادونې ده، چې وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو اچین کې د ځآنمرګي برید په موخه دوه چمتو شوي واسکټونه کشف او تر لاسه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي