د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به د افغانستان سره سراتېژیک تړون نهايي او لاسلیک شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي افغانستان ته د تازه سفر پر مهال کړې ده.
ښاغلي عراقچي وايي، ایران او افغانستان په خپلو کې نږدې اړیکې لري نو ځکه ایران هڅه کوي، چې ژر تر ژره د افغانستان او ایران تر منځ ستراتېژیک تړون نهايي او لاسلیک شي.
هغه په خپله یوه مرکه کې ویلي ایران او افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په توګه له یو بل ځینې هیلې او اندېښنې لري چې د دې تړون په لاسلیک سره به دغه اندېښنې رفع کړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له کابل سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت او رغنده رول ترسره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل