۰

حامد کرزی: طالبان او حکومت دې جګړه ودروي

دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو او حکومت غږ کړی، چې جګړه ودروي او له افغان وژنې لاس واخلي.
حامد کرزی: طالبان او حکومت دې جګړه ودروي
پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو او حکومت غږ کړی، چې جګړه ودروي او له افغان وژنې لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي په یوه تازه مرکه کې په هېواد کې په پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې او له دواړو لورو یې د جګړې د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو هم جګړې شدیدې کړې دي، عامه تاسیسات ورانوي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، پر وړاندې یې افغان حکومت هم جګړې شدیدې کړې دي، هوايي بریدونه کوي او په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته تلفات اوړي.

ښاغلي کرزي په ټینګار سره ویلي، دواړو لورو ته په کار ده چې د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي او اوربند ته سره ورسېږي.

حامد کرزی وایي، جګړه د حل لار نه ده او د جګړې له لار به هېڅ لوری هم بریا ته و نه رسېږي.

ښاغلي کرزي ویلي، هیله من دی چې د دوحې مذاکرات ژر تر ژره یو هوکړې ته ورسېږي او دلته د روانې خونړۍ جګړې د ختمېدو سبب شي.

پخواني ولسمشر دغه راز د افغان حکومت د وروستۍ غوښتنې په تړاو چې ګواکي د بین الافغاني مذاکراتو پاتې برخې دې په افغانستان کې ترسره شي ویلي، چې دا ښه خبره ده خو ګومان نه کوي چې دمګړی دې دې کار ته شرایط برابر وي.

ځکه په وینا یې په دوحه کې یوازې افغانان په مذاکراتو نه دي بوخت بلکې هلته د امریکا په ګډون د ځینو نورو هېوادونو ديپلوماتان او استازي هم حضور لري.

باید و ویل شي، په افغانستان کې د پاتې مذاکراتو مخ ته وړلو وړانديز د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ډاکتر حمدالله محب له خوا وشو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي