امریکايي نشریه بیزنس انسایډر وايي، ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال ډېرې غټې تېروتنې کړې او اوس هڅه کوي، دغه تېروتنې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو سره پتې کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشریې زیاته کړې، چې ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال د امریکا په دفاعي او نظامي برخه کې سترې تېروتنې کړې دي او ګڼې ستونزې یې جوړې کړې دي.
د سرچینې په وینا د امریکا په دفاعي لګښتونو کې د شاوخوا ۲۵۰ میلیاردو ډالرو ډېروالی، کمزورې نظامي ستراتيژي، د امریکا له سیالانو سره سمه سیالي نه کول او په ټکنالوژيکه برخه کې د پوځ د پیاوړتیا لپاره اړین کار نه کول هغه تېروتنې دي چې ټرمپ په دې موده کې ترسره کړې دي.
سرچینه ټینګار کوي، چې ټرمپ اوس د دغه تېروتنو د پټولو لپاره له افغانستان او عراق څخه د خپلو سرتېرو ایستلو ته اړم دی او غواړي خپله دغه ژمنه پوره کړي.
بیزنس انسایډر زیاتوي، ټرمپ غواړي ارو مرو له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ژمنه پوره کړې خو دا ورته مهمه نه ده، چې د سرتېرو د ایستلو پایله به څه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل