د طالبانو د قطر دفتر مشر او سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برارد وايي، دوی سولې ته ژمن دي او په افغانستان کې افغان شموله اسلامي نظام غواړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي برادر دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه د بشري چارو او شخړو د څېړنو مرکز له لوري جوړ شوي آنلاین ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی له پیله سولې ته ژمن و او همیشه یې د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده، چې ښه بېلګه یې په قطر کې د سیاسي دفتر پرانیستل، له امریکا سره د دوحې تړون او د بین الافغاني مذاکراتو پیلول دي.
ملا برادر وایي، دوی افغان شموله اسلامي نظام غواړي چې مهم مسئوليتونه به يې د ولس او خلکو خدمت، د ملي شتمنیو او عام المنفعه تاسیساتو ساتنه وي.
د طالبانو سیاسي مرستیال ټينګار کړي، چې دوی داسې یو نظام غواړي، چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو حقوق، د ځوانانو د ظرفیتونو لوړول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابر کړي.
نوموړي په افغانستان کې د بیان آزادۍ ته هم اشاره کړې وايي، د بیان آزادي باید له اسلامي اصولو او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.
دغه راز ملا برادر زیاته کړې، دوی نه غواړي چې هېواد د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ناسالم رقابت او سیالیو ډګر وي.
هغه ویلي« اسلامي امارت د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نه نورو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.»
په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر د خپلو خبرو په پای کې ځل بیا ټینګار کړی چې دوي د دوحې تړون پر اساس د بین الافغاني مذاکراتو ادامې ته ژمن دی.
جمهورخبري آژانس:کابل