فاطمه مورچل د جمهوري ریاست عالي مقام د ویاند مرستیاله وټاکل شوه

19 قوس 1399 ساعت 14:22

ارګ وايي، د ولسمشر غني د حکم په اساس فاطمه مورچل د جمهوري ریاست عالي مقام د ویاند مرستیاله وټاکل شوه.


ارګ وايي، د ولسمشر غني د حکم په اساس فاطمه مورچل د جمهوري ریاست عالي مقام د ویاند مرستیاله وټاکل شوه.
 
مېرمن فاطمه مورچل د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ۲۴۹۱ حکم په اساس، په فوق رتبه بست کې ګومارل شوې ده.
 
همداراز د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې په وړاندیز او د هیواد د جمهوررئیس په منظورۍ، محمد حیدري په لومړي بست کې د یادې ادارې د دفتر ریاست د عامه اړیکو چارو د متخصص په توګه ټاکل شوی دی.
 
د یادولو ده چې مېرمن فاطمه مورچل د امریکا متحدو ایالتونو د کلیفورنیا چپمن (Chapman) پوهنتون څخه په حقوقو کې ماسټري او محمد حیدري په نړیوالو اړیکو کې ماسټري لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com