د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دوحه کې د سولې پر مذاکراتي ټیمونو غږ کړي، چې مذاکراتو کې لومړی باید پر اوربند توافق وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون ټینګار کړی، چې د سولې مذاکراتي پلاوي دې د خپلو خبرو او پرېکړو بنسټ اساسي قانون، د بشري حقونو نړيواله اعلاميه او نړیوال تړونونه وټاکي.
یاد کمېسیون نن چهارشنبې د لېندۍ۱۹ د بشري حقونو نړیواله ورځ او د جګړې د قربانیانو د یاد ملي ورځ په مناسبت اعلامیه کې له دواړو مذاکراتي پلاو څخه غوښتي چې د تاوتريخوالي د ختمولو او اوربند په برخه کې دي هم ژر هوکړه سره وکړي.
د یاد کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ټینګار کړی، چې خبرو کې باید د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو په اړه ګام واخیستل شي.
نوموړې ویلي«د کمېسيون په اند تر ټولو لومړی ګام بايد د تاوتريخوالي ختمول او پر اوربند هوکړه وي، تر دې را وروسته، تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره، د سولې په پروسه کې د قربانيانو معنادار حضور او د تلپاتې سولې په اجنډا کې قربانيانو ته ځاى ورکول دي.»
په ورته وخت کې د بشري حقونو کمېسیون مشرې د سولې مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو د حقونو پر خوندیتوب باندې هم ټینګار کړی دی.
د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټینګېدو پر داسې مهال ټینګار کیږي چې تازه د افغانستان د یو شمېر ولایتونو څخه د وسله والو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
تازه تېره شپه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ملي یو مرکز ته نژدې موټر بم او وروسته وسله وال برید کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل