افغان کابینې په هېواد کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې له وېرې یو ځل بیا په هېواد کې د ودونو په ټولو سالونونو بندیز لګولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې شوې ده.
په دغه غونډه کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وشوې او عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وشوه، چې له دغه ناورغۍ سره د مبارزې په خاطر مشخصه کړنلاره ترتیب او ولسشمرۍ مانۍ ته یې وړاندیزونه وکړي.
غوندې کې یاد وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتېژیکو او عامه اړیکو اداره موظف شول چې هېوادوالو ته د کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو په اړه د اطلاع رسولو او عامه پوهاوي برنامو او د وزارتونو، دولتي ادارو، علمای کرامو، ټولنیزو بنسټونو او رضاګارو په همکارۍ دې په سرپټو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې له ماسک څخه د استفادې سرتاسري کمپاین د پیل په موخه، اقدام وکړي.
په دې غونډه کې د کابینې د مخکېنۍ پرېکړې مطابق د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز پر بنسټ د ودونو د صالونونو د فعالیتونو بندول هم تایید شول.
جمهورخبري آژانس:کابل