۰

پاکستان له افغانستان سره ګډ سوداګریز مارکېټونه جوړوي

سی شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۵
د پاکستان حکومت وايي، د سوداګریزه اړیکو د پراختیا په پار له افغانستان سره په ګډه سوداګریز مارکېټونه جوړوي.
پاکستان له افغانستان سره ګډ سوداګریز مارکېټونه جوړوي
د پاکستان حکومت وايي، د سوداګریزه اړیکو د پراختیا په پار له افغانستان سره په ګډه سوداګریز مارکېټونه جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ۱۲ ګډ سوداګریز مارکېټونه به ډېورنډ کرښې پورې غاړې کرمه اېجنسی په شهیدانو ډنډ سیمه کې جوړ شي.

کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه مارکېتونه به د ۲۰۲۱ میلادي کابل تر فبرورۍ پورې جوړ شي او دا به یوه ازمویښتي پروژه وي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دغه کار به د دواړو خواوو تر منځ د خلکو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي او د توکو د قاچاق مخنیوي کې به هم ګټور تمام شي.

د سفارت خبرپاڼه زیاتوي، د پاکستان د دغه کار په هدف له افغانستان سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړي.

سرچينه وايي، پاکستان د ۲۰۲۰ میلادي کال د نومبر په میاشت کې دا هوکړه افغان لوري ته سپارلې او په دې اړه يې د نظر غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا په پار د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ هم یوه غونډه شوې ده.

عمران خان ټينګار کړي، چې له افغانستان سره اوسنۍ سوداګریزې اړیکې باید پراخې شي او مرزي مدیریت لا ټینګ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي