۰
نیویارک ټایمز:

بایډن دې افغانستان کې د تل پاتې سولې هڅې وکړي

سی شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۷
امریکایي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن باید له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه مسوولانه چلند او په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې هڅه وکړي.
بایډن دې افغانستان کې د تل پاتې سولې هڅې وکړي
امریکایي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن باید له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه مسوولانه چلند او په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې هڅه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې زیاته کړې، چې په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو وتل باید مسوولانه وي.

سرچینې افغان سولې ته په اشارې زیاته کړې، د لومړي ځل لپاره امریکا او سیالان یې د افغانستان د سولې په اړه یوه خوله دي، خو د سولې اوسنی بهیر د اندېښنې وړ دی.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغانستان دایمي سولې ته اړتیا لري او د جو بایډن حکومت ته په کار ده چې په دې اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي.

د ورځپاڼې په بارو د بایډن حکومت د سیمې له هېوادونو سره د خبرو له لارې او دلته د افغان سولې په تړاو د لا ژمنتیا په رامنځ ته کولو سره کولی شي دغه هېواد ته دایمي ثبات راولي.

نیویارک ټایمز دغه رازویلي، طالبان باید پر ژمنو عمل ته وهڅول شي او پر دوی ټینګار وشي چې د سولې له بهیر سره صادقانه وي او د جګړې ددوام لپاره دې په فرصتونو پسې نه ګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي