۰

د ارزوګان پر دهراود ولسوالۍ د طالبانو برید شنډ شو

سی شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د اروزګان ولایت پر دهراود ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید شنډ کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د ارزوګان پر دهراود ولسوالۍ د طالبانو برید شنډ شو
 ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د اروزګان ولایت پر دهراود ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید شنډ کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون مازیګر د هرادو ولسوالۍ په شاوخوا کې سره غوندي شوي و او پلان یې درلود، چې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

د سرچینې وايي، افغان ځواکونو د دفاعي حالت په چوکاټ کې پر طالبانو وار وړمبی کړی او برید یې پرې کړی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، په مخامخ جګړه او هوايي بریدونو کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې پتڼځایونه او له ۲۰ میله زیاتې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي