۰
افغان حکومت:

د سولې په تړاو د نیویارک ټایمز وروستۍ راپور بې اساسه دی

سی شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
افغان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا راپور چې ګڼې ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډونه پېښوي کاملآ بې اساسه او غلت دی.
د سولې په تړاو د نیویارک ټایمز وروستۍ راپور بې اساسه دی
افغان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا راپور چې ګڼې ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډونه پېښوي کاملآ بې اساسه او غلت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي،  ولسمشر اشرف غني د سولې د خبرو د پیلولو لپاره هر ممکن نوښت کړی.

سرچینې ټينګار کړي، چې ولسمشر به د افغانانو د کړاوونو د پای ته رسولو لپاره هره هغه هڅه وکړي چې د ده په قانوني صلاحیتونو کې وي.

د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي تر دغه راپور وروسته په خپل ټوېټر لیکلي، چې د نیویارک ټایمز راپور د نامعلومو، مشکوکو او بې اساسه سرچینو پر اساس دی.

نوموړي زیاته کړې« ولسمشر د سولې خبرو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې دي، هېڅکله د سولې مخالف نه دی او په هېواد کې به د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو او باعزته سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

د یادونې ده، نیویارک ټایمز تر هغې وروسته چې طالبانو ویل دوحه کې مرکچي پلاویو د سولې خبرو کې د پرمختګ لپاره په اختلافي ټکو همنظره شوي او د خبرو د پرمختګ لپاره یې په ۲۱ مادو کې موافقه کړې، خو افغان حکومت ویل، چې په ۲۱ مادو په اصولو کې توافق شوی او په مقدمه کې مشکلات دي یو راپور خپرو کړ.

نیویارک ټایمز په دې راپور کې ادعا کړې وه، چې د پاکستان، امریکا او قطر د فشار په نتیحه کې په قطر کې د دواړو خواوو مرکچیانو ومنله چې د امریکا او طالبانو موافقه دې په اجنډا کې ومنل شي خو ولسمشر غني له دې خبرې سره موافق نه دی.

دغه ورځپاڼې یاد راپور تر هغې وروسته نشر کړ، چې ویل کېږي زلمی خلیلزاد په دې وروستیو کې په پټه کابل ته راغلی او یوه نوې طرحه یې ورسره راوړې وه.

که څه هم رسمي سرچینو دا خبر نه دی تایید کړی، خو ویل کېږی، د خلیلزاد طرحه دا وه، چې په جنوب کې د څو ولایتونه طالبانو ته وسپارل شي.

ځینې سرچینې وايي، ولسمشر غني د خلیلزاد دا طرحه د افغانستان د تجزیز او د اساسي قانون خلاف بللې او له خلیلزاد سره یې لیدنه هم رد کړې ده.

ویل کېږي خلیلزاد تر څو ورځې انتظار وروسته کابل پرېښې او له هغې وروسته نیویارک ټایمز هم دا راپور خپور کړ، چې ګڼې ولسمشر د سولې پر وړاندې خنډونه جوړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي