په غزني کې پر پوځي مرکز د موټر بم برید اصلي طراح وژل شوی

10 قوس 1399 ساعت 13:57

په غزني ولایت کې د افغان پوځ په یوه پوځي مرکز د موټر بم برید یوه ورځ وروسته ملي دفاع وزرات وایي، د دغه برید اصلي طراح وژل شوی دی.


په غزني ولایت کې د افغان پوځ په یوه پوځي مرکز د موټر بم برید یوه ورځ وروسته ملي دفاع وزرات وایي، د دغه برید اصلي طراح وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د ده یک ولسوالۍ پر لویه لار د ښار د درېیمې حوزې اړوند جوز سیمه کې د افغان پوځ پر یوه مرکز پرون یکشنبې د لیندۍ ۹ مه سهار مهال د هاموي موټر په وسیله برید وشو.

د ځايي چارواکو په وینا په دغه برید کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي، چې ټول نظامیان دي.

خو هغه مهال دفاع وزارت ویل په برید کې ۱۰ پوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

تر دغه برید یوه ورځ وروسته نن ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه برید اصلي طراح له خپلو ۷ ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان هوايي ځواک د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په علي شېرخېل سیمه کې پر طالبانو برید کړی، چې په کې د حمزه وزیرستاني په ګډون چې د دغه برید اصلي طراح و له خپلو ملګرو سره یو ځای وژلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133936

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133936/

جمهور
  https://www.jomhornews.com