۰

بادغیس کې د افغان پوځ یو لوړ پوړی چارواکی وژل شوی دی

دوشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بادغیس ولایت کې د افغان پوځ یو لوړ پوړی قوماندان د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
بادغیس کې د افغان پوځ یو لوړ پوړی چارواکی وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بادغیس ولایت کې د افغان پوځ یو لوړ پوړی قوماندان د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه ( د لیندۍ ۹ مه) د بادغیس ولسوالۍ په بالامرغاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، بادغیس کې د پوځ د درېیمې لوا رییس ارکان عبدالبصیر نورستاني د وسله والو طالبانو د توغول شوي هاوان په چاودنه کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د پوځ ۱۱ نور سرتېري هم ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي