۰

کابل کې یو شمېر سیم کارت پلورونکي نیول شوي دي

دوشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۱
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ناراجستر شویو سیم کارتونو د پلور د مخنیوي په موخه کابل ښار کې یو شمېر سیم کارت پلورونکي نیول شوي دي.
کابل کې یو شمېر سیم کارت پلورونکي نیول شوي دي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ناراجستر شویو سیم کارتونو د پلور د مخنیوي په موخه کابل ښار کې یو شمېر سیم کارت پلورونکي نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنې د لیندۍ ۱۰ مه د شپږنیمو تر امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي پولیسو کابل ښار کې یو شمېر هغه سیم کارت پلورونکي، چې له راجستر پرته یې په تولکي ډول سیم کارتونه پلورل نیول شوي دي.

د ښاغلي صالح په وینا د نړۍ به هېڅ کوټ کې سیم کارتونه په داسې بې نظمه ډول او بې اسنادو نه پلورل کېږي لکه په افغانستان کې.

دی زیاتوي، چې په دې اړه له مخابراتي شرکتونو سره مسلکي خبرې روانې دي او که چېرې دغه کسانو په تېرې د هویت له تثبیت وروسته سیم کارتونه پلورلي و نیول شوي مالونه به یې بېرته ورکړل شي.

خو په خبره یې چې نور به په افغانستان کې د سیم کارتونو پلورل په دې ډول لکه اوس چې دي دوام ونه کړي.
 
ښاغلي صالح زیاتوي، دوی ته راپورنه رسېدلي، چې د تورخم په دروازه کې هم ځینې غرفې شته، چې بې حسابه سیم کارتونه پلوري نو ځکه د ننګرهار له چارواکو غوښتل کېږي، چې دغه ستونزې ته رسېدګي وکړي.

دغه راز د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، ټولو هغه ولایتونو ته چې په امنیتي میثاق کې شامل دي هدایت شوی، چې په دې برخه کې له کابل څخه پیروي وکړي.

نوموړي د بې اسنادو او بې پلېټه موټرو په اړه هم څرګندونې کړې وايي، دغه لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او دا ستونزه هم حل شوې، چې بې اسنادو موټر څه ډول د تخنیکي معاینې لپاره تر ټاکل شوي ځای پورې ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي صالح تر دې وړاندې د بې اسنادو او بې پلېټه موټر د ثبت په برخه کې د مالیې وزارت په ځینو مسوولینو نیوکه کړې وه او هغوی یې په دې برخه کې په ټمبلۍ او خنډ رامنځ ته کولو تورن کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي