۰

د ولسمشر غني په مشري د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې غونډه شوې

دوشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۲
ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې او تدابیرو نیولو په اړه غونډه شوې ده.
د ولسمشر غني په مشري د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې غونډه شوې
ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې او تدابیرو نیولو په اړه غونډه شوې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه غونډه کې د کرونا ویروس دویمې څپې د مدیریت، د روغتونو د وضعیت، د اړتیا وړ تجهیزاتو برابرولو، خلکو ته د پوهاوي او خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
 
په غونډه کې ټینګار شوی، چې په مرکز او ولایتونو کې دې ټول مرکزونه په ځانګړي ډول روغتیايي بنسټونه منابع او پیش بیني شوې سناریوګانې سمې مدیریت کړي.
 
همدارنګه په روغتونونو کې د مدیریتي ننګونو پر حل ټینګار وشو او څرګنده شوه چې د افغانستان طبي عالي شورا دې د دوی د کړنو دقیقه څارنه وکړي.
 
دغه راز له فساد، ناسمو اجرااتو او په یوه شفاف چوکاټ کې د منابعو د ضایع کېدو دمخنیوي په موخه له اړوندو بنسټونو او عدلي او قضاي ارګانونو سره د ګډ کار او کاري طریقو د ایجاد په اړه چې پر بنسټ یې افغانستان حکومت عمل وکړي، بحث وشو.
 
په دغو غونډو کې د عامه پوهاوي ستراتېژیو په اړه چې رسنۍ د حکومت کړنو ته په شفاف ډول پوښښ ورکړي، هم خبرې وشوې.
 
ولسمشر غني ویلي، په دې ځای کې تر ټولو عمده بحث د قانون حاکمیت دی او افغان ولس باید د قانون د حاکمیت او ښې حکومتولۍ د تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کړي.
ښاغلي غني زیاته کړه، د جینوا کنفرانس یوه عمده برخه د قانون حاکمیت د تطبیق مسئله او فساد سره جدي مبارزه وه.
 
د کرونا منابعو په مصرفولو کې د لوړپوړو چارواکو او د اعطا او تصمیم نیوونکو امرینو د صلاحیتونو په اړه ښاغلي غني ویلي،  باید د دغو مقاماتو د صلاحیتونو حدود او واضح تعریف مشخص شي.
 
نوموړي د قانون حاکمیت پر تامین، د کرونا د منابعو په مصرفولو کې چې ولایتونو ته استول کېږي او د جرمي مواردو د واقع کېدو په صورت کې د حکومت پر پیاوړې څارنې ټینګار وکړ وې ویل، عدلي او قضايي ارګانونه دې په یوه ضرب الاجل جرمي قضیې وارزوي.
 
د هغه په وینا، موږ باید د کرونا ویروس د خپرېدو د وخیم حالت د رامنځته کېدو واضح وړاندوینه او د هغه د مخنیوي لپاره چمتووالی ولرو.

ولسمشرغني د هېواد پر اقتصاد د کرونا ویروس د منفي اغېزو مخنیوي ته په اشارې و ویل، چې په دې پړاوو کې هم باید د هیواد پر اقتصاد د کرونا ویروس د منفي اغېزو مخنیوي وکړو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي