۰
ولسمشرغني:

افغان ځواکونه باید د دښمن د ګواښونو د شنډولو اقدام وکړي

دوشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غزني او زابل کې شوي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او افغان ځواکونو ته یې لارښوونه کړې، چې د دښمن د ګواښونو د شنډولو اقدام وکړي.
افغان ځواکونه باید د دښمن د ګواښونو د شنډولو اقدام وکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غزني او زابل کې شوي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او افغان ځواکونو ته یې لارښوونه کړې، چې د دښمن د ګواښونو د شنډولو اقدام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون یکشنبې د لیندۍ ۹ مه د اعلی سرقوماندانۍ په غونده کې وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د دغو ګواښونو د دفع او شنډولو په برخه کې اقدام وکړي.
 
ښاغلي غني زیاته کړې«باید زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په چټکۍ سره د دښمن د ګواښونو مخنیوی وکړي.»
 
دغه راز ښاغلي غني د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ځواکونو د ساتنې او د بېزونو او قرارګاوو د امنیت د تامین په برخه کې دې جدي اقدامات وکړي او په ټولو ردو کې چې د امنیت تامین او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي، خپله همغږي زیاته کړي.
 
نوموړي پر کابل پوهنتون د تروریستي برید د څرنګوالي راپور له اورېدو وروسته، د هیواد له امنیتي او دفاعي ارګانونو څخه د دغې تروریستي پېښې د عاملینو د نیولو په خاطر مننه وکړه.

ولسمشر د هېواد له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل چې د یادې پېښې د عاملینو د مجازاتو په برخه کې عاجل اقدامات وکړي، ترڅو خلک د عدالت له تامین څخه ډاډه شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي