۰

ولسمشرغني له عبدالله عبدالله سره کتلي

یکشنبه ۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۶
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.
ولسمشرغني له عبدالله عبدالله سره کتلي
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله لیدنه پرون شنبې د لیندۍ ۸ مه ارګ کې شوې او عبدالله ولسمشر ته د ترکیې د سفر په اړه معلومات ورکړي دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه ناسته کې دواړو لوریو په دوحه کې په سولې مذاکراتو کې د وروستیو انکشافاتو په اړه د تفصیلې بحث ترڅنګ په نږدې راتلونکي کې دملي روغې جوړې عالي شورا د غونډې جوړېدو لپاره د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله پر داسې مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا د غونډې په اړه خبرې کوي، چې د اروپايي ټولنې غړونو هېوادونو د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د فعالېدو غوښتنه کړې ده.

کابل کې د امریکا سفارت د افغان سولې لپاره د ملي روغې جوړې عالي شورا فعالیدل خورا مهم او برخلیک ټاکوونکي بللي، چې په وینا یې کولی شي د سولې په برخه کې پرمختګ رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي