۰
د ملي امنیت شورا:

دا خبرونه دروغ دي، چې ځینې وکیلان له دغه شورا مالي مرستې تر لاسه کوي

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
د ملي امنیت شورا پر خواله رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړي، چې ګڼې ځینې وکیلان له دغه شورا سره پټې اړیکې لري او مالي مرستې تر لاسه کوي.
دا خبرونه دروغ دي، چې ځینې وکیلان له دغه شورا مالي مرستې تر لاسه کوي
د ملي امنیت شورا پر خواله رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړي، چې ګڼې ځینې وکیلان له دغه شورا سره پټې اړیکې لري او مالي مرستې تر لاسه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نن شنبې د لیندۍ ۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ډول خبرونه یوازې اوازې دي او هېڅ بنسټ نه لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي امنیت شورا دفتر د افغان دولت د عالي تقنیني ارګان په توګه د ملي شورا ځای او غړیو ته پوره درناوی لري او دا ډول خبرونه په کلکه ردوي.

د ملي امنیت شورا وايي، د دا ډول بې اساسه خبرونو نشرول د هغو مغرضو کړیو کار دی چې د مقننه او اجراییه قوو تر منځ اړیکې ترینګلې کول غواړي او هڅه کوي، حکومت او مقننه قوه په دې حساس وضعیت کې د لازمو پرېکړو په کولو کې له ستونزو سره مخ شي.

ملي امنیت شورا دفتر د افغانستان د ملي شورا ټولو غړیو ته د احترام تر څنګ هڅه کوي چې د حکومت او پارلمان تر منځ د همغږیو د زیاتوالي او په هېواد کې د ستونزو د هواري لپاره له ټولو غړیو سره کاري اړیکې ولري او تل دغه اړیکې وپالي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي