۰

هرات کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ طالبان وژل شوي دي

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
ملي دفاع وزارت په هرات ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
هرات کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت په هرات ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د لیندۍ ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک دغه برید تېره شپه د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ بره کوه په سیمه کې پر طالبانو کړی دی.

سرچینه وايي، طالبانو پلان درلود، چې په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي خو افغان ځواکونو په دفاعي فعال حالت کې پرې وار ړومبی کړی او هوايي برید یې پرې کړی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي، په دغه جګړه او هوايي برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینې زیاتې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یوه مرکز، یو زندان او دوه پوستې هم له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي