۰

سعودي عربستان د افغان سولې ملاتړ او د همکارۍ ژمنه کړې ده

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن ال سعود سره کتلي دي.
سعودي عربستان د افغان سولې ملاتړ او د همکارۍ ژمنه کړې ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن ال سعود سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې د افغان سولې پر بهیر، د جګړې د پای ته رسېدو، د ژنیو کنفرانس او د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلا بېلو برخو کې پر همکارۍ خبرې شوې دي.

ښاغلي اتمر د سولې په برخه کې د سعودي عربستان په ځانګړي ډول د خادم الحرمین شریفین د ځانګړې پاملرنې څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې سعودي سره د اړیکو پراختیا د افغانستان د بهرني سیاست په لومړیتوب کې ځای لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په برخه کې د سعودي دیني عالمانو رول هم ستایلی او په دې برخه کې یې د نورې همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې هېواد یې له افغان سولې په کلکه ملاتړ کوي او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په پیاوړي کولو کې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

شهزاده فیصل بن فرحان بن ال سعود ټینګار وکړ، چې ریاض به د افغان سولې په برخه کې خپله هېڅ ډول همکاري او مرسته درېغ نه کړي.

نوموړي له افغان وزیر څخه وغوښتل، چې سعودي عربستان ته په سفر ورشي تر څو د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا او افغان سولې په اړه د لوړ پوړو سعودي چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل سعودی سیال دغه وړاندیز منلی ویلي یې دي، چې په یوه مناسب وخت کې به شرایطو ته په کتو ریاض ته ورشي.

د یادونې ده، چې اتمر پرون د اسلامي هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي او د سولې او تاوتریخوالي د کمېدو ترڅنګ یې پر سیاسي او اقتصادي اړیکو ورسره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي