د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونو د کنفرانس څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي همکاریو، د ژنیو کنفرانس او کابل ته د عمران خان په وروستي سفر خبرې اترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه وايي، قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل غندلي او د کمېدو غوښتنه یې کړې ده.
سرچینه وايي، افغان وزیر ښاغلي اتمر د افغان سولې بریالیتوب کې د سیمې هېوادونو او پاکستان د ملاتړ او همکارۍ رول مهم بللی او پر یادو همکاریو ټینګار کړی دی.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړه لوري د دې ترڅنګ د افغان سولې بهیر پر بریالیتوب، د افغان کډوالو بیرته ستنېدو او سوداګریزو ستونزو پر هواري هم غږېدلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل