۰
برېتانیا:

د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوو، تاوتریخوالی باید سمدستي کم کړی شي

پنجشنبه ۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د برېتانیا له سفیرې الېسن بلېک سره لیدلي او پر ګڼو مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوو، تاوتریخوالی باید سمدستي کم کړی شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د برېتانیا له سفیرې الېسن بلېک سره لیدلي او پر ګڼو مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او مېرمن بلېک لیدنه نن پنشنبې د لیندۍ ۶ مه له غرمې مخکې په ارک کې شوې ده.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو، افغان سولې، د افغانستان د پرمختیا او د جینوا کنفرانس کې د مرستندویه هېوادونو په مرستو او همکاریو خبرې شوې دي.

ښاغلي غني د افغانستان او برېتانیا تر منځ د اړیکو په ټینګښت ټینګار کړی او په جینوا کنفرانس کې یې د برېتانیا له مرستو مننه کړې ده.

د جینوا په کنفرانس کې د برېتانیا استازي ویلي، چې دوی د افغانستان له امنیت، ثبات، پراختیا او ډیموکراتیک افغانستان چې خپلمنځي، سیمې او نړۍ سره په سوله کې وي او د خپلو تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنو د ساتنې او پراختیا وړتیا ولري ملاتړ کوي.

د برېتانیا همدې ملاتړ ته په کتو ولسمشر غني ویلي، بریتانیا دې له افغانستان سره د ډیجیټل کولو ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره تخنیکي همکاري وکړي.

ښاغلي غني ویلي« برېتانیا د زموږ له متحدینو سره یو ځای یو ګډ ګروپ جوړ کړي، ترڅو زموږ بین المللي متحدین د ډيجیټل کولو ستراتېژۍ عملي کولو په برخه کې خپلې بریالۍ تجربې افغانستان سره شریکې کړي.»

دغه راز ښاغلي غني په دې لیدنه کې په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هېوادونو او سویلي اسیا لپاره د بریتانیا د دولت وزیر طارق محمود احمد سره د ویډیو کنفرانس له لارې د شویو ژمنو په تعقیب ټینګار وکړ.

ښاغلي غني ویلي، د کویډ ۱۹ د واکسین وېش، سولې بهیر او نړیوالې ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه بحث شوې ژمنې دې عملي شي.

بل خوا په افغانستان کې د بریتانیا سفیرې الېسن بلېک ویلي، هېواد یې د افغانستان دولت او خلکو سره خپل مشارکت او په هغو برخو کې چې د افغانستان حکومت ورته اړتیا لري، خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

کابل کې د انګلیس سفیرې زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي.
 
نوموړې ویلي، بریتانیا هم د جینوا کنفرانس د نورو متحدینو په څېر په افغانستان کې د تاوتریخوالي په سمدستي پایته رسېدو ټینګار لري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي