۰

په کندهار کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ طالبان وژل شوي دي

پنجشنبه ۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې ۱۵ غړي یې وژلي دي.
په کندهار کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې ۱۵ غړي یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هغه مهال پر طالبانو هوايي برید وکړ، چې غوښتل یې په امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو د پنجوايي په یار کلا سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان هوايي ځواک له دفاعي برید سره مخ شول.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه هوايي برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه راز وزارت زیاته کړې، چې په دې برید کې د وسله والو طالبانو شپږ پتنځاینونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي