۰
د بدخشان چارواکي:

۲۱ پولیس له طالبانو سره نه دي یو ځای شوي، دنده یې پرېښې ده

پنجشنبه ۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
د بدخشان امنیتي چارواکو د طالبانو هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ویلي یې دي په دغه ولایت کې د سیمه ییزې اردو او پولیسو ۲۱ سرتېري له دوی سره یو ځای شوي دي.
۲۱ پولیس له طالبانو سره نه دي یو ځای شوي، دنده یې پرېښې ده
د بدخشان امنیتي چارواکو د طالبانو هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ویلي یې دي په دغه ولایت کې د سیمه ییزې اردو او پولیسو ۲۱ سرتېري له دوی سره یو ځای شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، دغه شمېر پولیس له طالبانو سره نه دي یو ځای شوي، بلکې دندې یې پرېښې دي.

نوموړي د یاد شمېر پولیسو د دندو پرېښودو لامل هغوی ته د معاشونو نه رسېدا په ګوته کړه وايي، دغه پولیسو د اعتراض په ډول خپلې وسلې اېښې او کورنو ته تللي دي.

د یادونې ده، چې وړاندې به کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزه پولیسو معاش ورکاوه، خو کله چې دغه پولیس په محلي اردو کې د ننه شول، معاشونه یې دفاع وزارت پورې وتړل شول.

د بدخشان د پولیسو ویاند زیاتوي، ښايي په همدې کړنلاره کې بدلون د ځواکونو معاش ځنډولی وي او دغه پولیسو هم د پروسیجر څخه د نه معلوماتو له کبله وسلې اېښې او کورونو ته تللي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د همدې محلي ځواکونو ته منسوب انځورنه خپاره کړي او ادعا کوي، چې راغستان ولسوالۍ کې د خپل قوماندان عاشور محمد په ګډون دوی سره یوځای شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي