۰

عبدالله کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره ولیدل

چهارشنبه ۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۰
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر سره وکتل.
عبدالله کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره ولیدل
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر سره وکتل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله او ویلسن نن چهارشنبې د لیندۍ ۵ مه په سپېدار ماڼې کې شوې ده.

د ملي روغې جوړې عالی شورا خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه لیدنه کې دواړو لورو په ورستیو سیاسي بدلونونو، په دوحه کې د سولې خبرو اترو، د جنیوا کنفرانس او د سولې په برخه کې د سیمه ییز ملاتړ په راخپلولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
 
سرچینه زیاتوي، دواړه خواوو په بریالي توګه د جنیوا کنفرانس پایې ته رسېدل او له افغان حکومت او افغانانو د نړیوالې ټولنې د کلک ملاتړ خپلول یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي