۰

اتمر: نړیواله ټولنه افغانستان کې د جګړې پای غواړي

چهارشنبه ۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۱
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د روانو وژنو او تاوتریخوالي د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتونکې ده.
اتمر: نړیواله ټولنه افغانستان کې د جګړې پای غواړي
 د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د روانو وژنو او تاوتریخوالي د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتونکې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې د افغانستان په اړه جینوا تر دوه ورځني کنفرانس وروسته په خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، نړیوالې ټولنې له دوی غوښتي چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه او افغان وژنه پای ته ورسېږي.

ښاغلی اتمر وايي، دوی د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی کوي او تمه لري چې دوی په افغانستان کې د سولې او امنیت په راتګ کې همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي چې سوله د افغانانو لپاره غوره فرصت دی او تر ټولو ښه خبره دا چې نړیواله اجماع په دې تړاو تر بل هر وخت پیاوړې شوې ده.

د یادونې ده، چې د جینوا په دوه ورځني کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره تر ۲۰۲۵ز کال پورې د ۱۳ میلیارده ډالره مرستې ژمنه وکړه.

خو دا مرستې تر ډېره مشروطې او په افغانستان کې د سولې او حکومتولۍ له پرمختګونو سره تړلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي