۰

دفاع وزارت: هلمند کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۴
ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: هلمند کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
 ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د لیندۍ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځیانو د هلمند په نهرسراج او ناوې ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، افغان ځواکونو وروسته له هغې عملیات وکړل، چې طالبانو په یادو ولسوالۍ کې پر ځينو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، د عملیاتو پر مهال د طالبانو دوه جسدونه، یوه اندازه سولې او مهمات او دوه موټر سایکلونه هم د جګړې په میدان پاتې شوي دي.

 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي