۰
سیف د چلډرن:

له ۲۰۰۵ کال راهیسې له ۲۶ زره زیاتو افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۳
له ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا سیف د چلډرن وايي، افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک او خونړی هېواد دی.
له ۲۰۰۵ کال راهیسې له ۲۶ زره زیاتو افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا سیف د چلډرن وايي، افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک او خونړی هېواد دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې زیاته کړې، چې له ۲۰۰۵ کال تر دې دمه په افغانستان کې تر ۲۶ زره ډېر ماشومان مړه او یا هم ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې زیاته شوې، چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت خورا ترینګلی دی.

راپور وایي، نه یوازې نا امني، بلکې کمزوری اقتصاد، شاقه کارونه او ناوړه ټولنیز وضعیت هغه څه دي چې د ماشومانو ژوند ته یې خطرونه جوړ کړي دي.

سیف د چلډرن زیاته کړې، له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ کال پورې په افغانستان کې پر درې سوه ښوونځیو بریدونه شوي چې ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې ادارې دغه راز پر پیاوړو هېوادونو په تېره پر برېتانیا غږ کړی چې په نړیواله کچه دې د ترهګرو ډلو او د هغو وسلو پر ضد اقدامات پیل کړي چې د ډله ییزو وژنو سبب ګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي