د کډوالو نړیوال سازمان په افغانستان کې د بې ځایه شویو او ګډوالو د وضعیت به اړه جدي اندېښنه ښودلې وايي، افغانان سولې او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د کډوالو نړیوال سازمان مشر فیلپو ګراندې د یوه رسمي سفر په لړ ې د افغانستان له څو ولایتونو لیدنه کړې ده.
ګراندې وايي، په افغانستان کې د بېځایه شوو او کډوالو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی، ځکه روانې خونړۍ جګړې انساني ژوند ته خطرونه جوړ کړي چې له امله یې د بې ځایه شوو شمېر هم ډېر شوی دی.
نوموړي د جینوا کنفرانس پر ګډونوالو او مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې ډېرې کړي او په دې توګه دې په دغه هېواد کې د بحران مخنیوی وکړي.
د کډوالو نړیوال سازمان مشر ویلي، په افغانستان کې د میلیونونه وګړو ژوند د سولې له پروسې او د نړیوالو له مرستو سره تړلی دی.
د یادونې، چې تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د نړیوالو مرستې دلته د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل